خبرونهاقتصادټولنهTOP

مالیې وزارت: پر لومړنیو خوراکي توکو د ګمرکي محصول د ټیټوالي خبر، په تېر کال پورې اړه لري

کابل، د کب ۲۱مه، باختر

مالیې وزارت وايي چې پر لومړنیو خوراکي توکو د ګمرکي محصول د ټیټوالي په تړاو خپور شوی خبر، په تېر مالي کال پورې اړه لري.

یاد وزارت نن باختر آژانس ته د یوې خبرتیا په استولو سره ویلي دي: “په یو شمېر رسنیو او ټولنیزو پاڼو کې د مالیې وزارت د تېر کال هغه خبر چې «د روژې مبارکې میاشتې د رارسېدو په تړاو پکې ځینو خوراکي توکو ته د ګمرکي محصول د ټیټوالي خبر ورکول شوی و» د تېر (۱۴۰۱) مالي کال پورې تړاو لري او په روان مالي کال کې لا تر اوسه په دې اړه کومه پرېکړه نه ده شوې.”

مالیې وزارت د رسنیو مسئولینو او د ټولنيزو پاڼو فعالانو ته یادونه کړې چې د یادې موضوع په تړاو خپور شوی خبر خپرول ناسم دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته