خبرونهاقتصادTOP

مالیې وزارت د صنعت د ملاتړ په موخه د حمايـوي تعرفې په برخـه كـې د مهمو پرېکړو خبر ورکړ

کابل، د کب ۱۵مه، باختر

مالیې وزارت، په هېواد کې د صنعت د ملاتړ او پراختیا په موخه د حمايـوي تعرفې په برخـه كـې د مهمو پرېکړو خبر ورکړی دی.

دغه وزارت نن د یوې خبرتیا په خپرولو سره لیکلي دي: “د ګمرکونـو لـوی ریاسـت پـه وړانديز، د تعرفې کمېټې د پرېکړې او د ماليې وزارت د رهبرۍ په منظـورۍ؛ په هېواد کې د صنعت د ملاتړ او پراختیا، صنعتکاراتـو تـه د آسانتیا رامنځتـه کولو او د ګمرکي پړاوونو د آسانه کولو په موخه؛ د حمايـوي تعرفې په برخـه كـې لاندې پرېکړې شوې دي:

۱. پخـوا د صنعتـي فابريکـو د واردوونـکـو خـامـو تـوکـو نوعیـت تـه پـه کـتـو، له (٪۱) څـخـه تر (٪۲.۵) پورې ګمرکي تعرفه اخيستل کېـده؛ خو د نوې پرېکړې لـه مخې بـه لـه دې وروسته، د صنعتي فابريكو اړوند ټولو او هـر ډول خامـو واردوونکو توکو څـخـه يـوازې (٪۱) ګمرکي تعرفه اخيستل کېږي.

۲. د صنعتي فابريکـو د حمايـوي تعرفـې زمـانـي معيـاد چې پخوا يـوه ربـع (درې مياشتـې) او يـا هـم دوه ربعـې وو؛ يـو کال ته زيات شو.

۳. د افغانستان اسلامي امارت له بيـا واکمنېدو څخه تـر اوسـه پـورې د صنعتـي فابريکـو د حمايـوي تعرفـې پـه برخه کې ټولې پخوانۍ ګمرکي باقیدارۍ معاف شوې.”

د یادونې وړ ده چې د افغانستان اسلامي امارت په بیا راتګ سره، په هېواد کې سراسري امنیت تامین شوی، فساد له منځه تللی او په بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه د صنعت او سوداګرۍ په برخه کې زیاتې آسانتیاوې برابرې شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته