خبرونهنړۍ

لار ورکی اسرایل؛ صهیونستان له سختو نیوکو سره مخ دي

نړۍ، د وري ۱۵مه، بهرنۍ رسنۍ

وروسته ترهغې چې صهیونست پوځونه په غزه کې د فلسطیني جهادي ډلو په ځانګړې توګه حماس غورځنګ پر وړاندې پاتې راغلل او مرګ ژوبله یې زیاته شوه، نو د ملکي وګړو او مرستندویه مامورینو وژلو او له نورو هېوادونو سره ټکر ته یې مخه کړې.

تازه یې غزه کې د بشري مرستو د رسولو ۷ کارکوونکي په نښه او ووژل، چې د نړۍ له سخت غبرګون سره مخ شوي دي.

وژل شویو کسانو کې یوه هم اسټرالیايۍ وګړې وه، چې د اسټرالیا د حکومت سخته غوسه یې راپارولې او د اسرایلو له حکومت څخه یې وضاحت غوښتی دی.

تر هغې یوه ورځ وړاندې اسرایلي پوځ د سوریې په دمشق کې د ایران کنسلګرۍ په نښه کړه، چې د سپاه پاسداران ځینې مهم غړي په کې ووژل شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته