خبرونهاقتصادورزش

فراه کې دوو سوداګرو د ۱۴ میلیونو افغانیو په لګښت د‌ فوټبال يو لوبغالی او د يخ کارخونه جوړه کړې

کابل، د سلواغې ۶مه، باختز
د فراه ولایت په خاکسفيد ولسوالۍ کې د دوو ملي سوداګرو له لوري د (۱۴) ميليونه افغانيو په لګښت د‌ فوټبال يو معياري لوبغالی او د يخ جوړونې کارخونه جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
فراه ولایت د خاکسفيد ولسوالۍ په ننګ اباد کلي کې د دوو تنو ملي سوداګرو (ګل جان او عبيدالله) له لوري د ۱۴ ميليونه افغانيو په لګښت د‌ فوټبال يو معياري او په هر ډول اسانتياوو سمبال لوبغالی (جمنازيوم) او د يخ کارخونه جوړه او د دې ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئیس محمد عبدالحي سباوون، ګڼو علماوو، قومي مخورو، سپين ږيرو او ځوانانو په ګډون ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د فراه د اطلاعاتو او کلتور رئيس محمد عبدالحي سباوون بيا وويل چې په دې وروستيو کې د ملي سوداګرو له لوري داسې‌ ټولنیز کارونه ترسره کېږي، چې له يوې خوا د ځوانانو لپاره کار او له بلې خوا د هېواد د پرمختګ او ودانولو سبب ګرځي.
نوموړي همدارنګه زياته کړه، چې د اسلامي امارت له راتګ سره ټولو ملي سوداګرو او شتمنو وګړو ته دا زمینه برابره شوې، ترڅو د هېواد په هره برخه کې پانګونه وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته