امنیت

فراهي : بديل ژوندانه يواځنۍ پروګرام دى چې کولاي شي بزګران دکوکنارله کرکيلي څخه منع کړي .

په افغانستان کې څه دپاسه يو مليونو شپږ سوه زره تنه دکوکنارو په کرکيلي بوخت دي .

 دغه ټکۍ  دسيمه ئيزو ارګانونو دخپلواکي اداري رييس عبدالخالق  فراهي نن دواليانو په غونډه کې  چې دکوکنارو دکرکيلي دبندولو لپاره دپروګرام دبرابرولو په خاطر جوړه شوى و څرګند کړ .

 دباختر داطلاعاتي اژانس  دخبر له مخې په دې غونډه کې چې دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزې دچارو وزارت له خوا جوړه شوې ده او واليانو ، ولسوالانو او دامنيتي مرکزونو مسوولينو پکې ګډون کړي و د سيمه ئيزو ارګانونو رييس وويل  چې دنشه يي توکو ستونزې اوس هم دانديښنې  په کچه په افغانستان کې شته چې دا دولت ته يو مهم  چلنج دى .

 فراهي زياته کړه چې څه دپاسه يو مليونو شپږ سوه زره تنه  دهيواد په څوارلسو ولايتونوکې دکوکنارو  په کرکيلي بوخت دي .

 دفراهي دڅرګندونو له مخې  په دري ويشت  زره هکتاره  ځمکه کې  کوکنار کرل  شوي دي چې هرکال  څه دپاسه درې مليارده  ډالره له دې پلوه وسله والو مخالفينو ته رسيږي .

 ده زياته کړه  چې دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزې د چارو  وزارت په هيواد کې دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزې مهم مرکز دى چې دغه وزارت په وروستيو کلونوکې  په دى  اړوند ښه برياليتوبونه  درلودل  خو دهيواد په ځينو سيموکې ناامني ددى سبب شوې ده چې ددغې پديدي جرړي  ونه ايستل شي .

 ده يوځل بيا ټينګار وکړ چې د بديل  ژوندانه بديل يواځنۍ  پروګرام دى چې کولاي شي  بزګران  دکوکنارو له کرکيلي څخه منع کړي .

 دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزې دچارو وزير  ضرار احمد مقبل  دکوکنارو دکرکيلي دبندولو په لاره کې  دواليانو ، ولسوالانو او دامنيتي مرکزونو رول ارزښتناک  وباله او وي ويل   چې تراوسه پورې  په ټول هيواد کې  په سلوکې  پنځه شپيته کرل شوي کوکنار  له منځه وړل شوي دي او په شلو ولايتونوکې د کرل شويو کوکنارو  داړولو  پروګرام  تطبيق شوى دى .

  مقبل  وويل هغه برياليتوبونه  چې په دې باب  ترلاسه شوي دي تراوسه کافي نه دي او دغه وزارت په پام کې لري چې په ټولو ولايتونوکې کرل شويو کوکنارو  داړولو پروګرام تطبيق کړي .

 ده وويل دکوکنارو په سلو کې پنځه نوي کرکيله  په ناامنو ولايتونو او په  سلو کې پنځه يې دسختو لارو لرونکو سيمو کې  ترسره کيږي .

  دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزې  دچارو وزير وويل هغه  کسان چې په نشه يي توکو روږدي دي  او دهري ورځې په تيريدو سره شمير يې زياتيږي ددغې موضوع اساسي عامل په اساني سره  په نشه يي توکو ددوى برلاسي دى  خو دروږدو کسانو په درملنه کې ټيټ ظرفيت لرو چې  په  راتلونکي کال کې به دعامې روغتيا وزارت  په همکاري دهيواد په ځينو سيموکې دروږدو کسانو ددرملنې مرکزونه جوړ کړو .

 په همدې حال کې دکورنيو چارووزارت دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزې معين باز محمد احمدي  وينا وکړه او وي ويل دنشه يي توکو دقاچاق وړونکو پرخلاف په عملياتوکې په سلو کې ديارلس زياتوالي راغلى دى ددغه  معينيت منسوبين بريالي شوي دي په تيرواتو مياشتوکې په بيلابيلو سيمو کې يوه زياته اندازه نشه يي توکي ترلاسه کړي چې په دې اړوند يو شمير قاچاق وړونکي هم نيول شوي دي .

 ده له نړيوالې ټولنې  څخه وغوښتل چې دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزې  پوليس  له پخوا زيات سمبال  کړي .

 په دې غونډه کې چې سبا هم دوام کوي  برخه وال  په دغې ستونزې دبرياليتوب  دلارو چارو دموندلو په باب  ازادي خبرې کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته