کابل، د لېندۍ ۲۱مه، باختر
د فاریاب د ښوونیز ټولي څخه ۴۰ پولیس له نظامي او مسلکي زده کړو وروسته د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
د یادو پولیسو د فراغت په مراسمو کې د فاریاب مرستیال والي مولوي حمیدالله ارشاد د یادو کسانو په فراغت خوښي وښوده او له دوی څخه یې وغوښتل چې د هېوادوالو له سر، مال، عزت او ناموس څخه د دفاع په خاطر له هېڅ راز هڅو څخه درېغ ونه کړي.
دا په داسې حال کې ده چې اوسمهال هم په په بېلابېلو برخو کې د پولیسو د روزنې لړۍ روانه ده.