کابل، د مرغومې ۱۷ مه، باختر
د غور د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګونې ریاست مسولین وایي، چې د نباتاتو له بېلابېل ډولو ناروغیو سره سره دغه ولایت کې د تېر کال په پرتله د غوزانو حاصلات شل سلنه زیات شوي.
د یاد ریاست رییس مولوي غلامحمد کاظم باختر اژانس سره په خبرو کې ویلي، چې تېر کال په دغه ولایت کې ۵۲۴ عشاریه ۸ ټنه غوزان راټول شوي وو او سږ کال دغه رقم ۶۵۶ ټنه دی، چې د تېر په پرتله ۲۰ سلنه زیاتوالی ښيي.
د یادونې وړ ده، چې په وروستیو کې غور کې د بڼوالۍ کلتور مخ په پراخېدو دی او دا مهال د دغه ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې په ۲۱۲۰ هکتاره ځمکه بڼوالۍ کېږي.