خبرونهنړۍ

غزه کې د جګړې ۱۴۳ مه ورځ؛ تازه نښتو کې ۵ صهیونست پوځیان ټپیان شوي

نړۍ، د کب ۷ مه، بهرنۍ رسنۍ

د اسرایلو پوځ نن دوشنبې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې پرون یکشنبې یې د غزې په شمال کې دوه او جنوب کې درې سرتېري له فلسطیني جهادي ډلو سره په مخامخ نښتو کې سخت ټپیان شوي دي.

خو د ځینو رسنیو د راپورونو پر اساس پرون هم د نورو ورځو په څېر د اسرایلي پوځیانو لپاره یوه سخته ورځ وه او سخت تلفات وراوښتي دي.

د غزې نور جزیات…

د فلسطین دولتي اژانس (وافا) خبر ورکړی، چې اسرایلي ځواکونو پر هغو فلسطیني وګړو ډزې کړي او لس تنه یې شهیدان کړي، چې د بشري مرستو ورتلونکو لارۍ موټرو ته یې انتظار کاوه.

دغه راز د اسرایلو پوځي کابینې پرون یک شنبې د دې لپاره ناسته کړې، چې پر رفح ښار د ځمکنیو عملیاتو او له دغې سیمې د ۱،۵ میلیونه خلکو د تخلیې لپاره طرحه وړاندې کړي؛ پر دغې سیمې د اسرایلو پوځي عملیات له سخت نړیوال مخالفت سره مخ دي خو صهیونست لوری یې پر پیل ټینګار کوي.

ویل کېږي، ناسته کې غزې ته د بشري مرستو پر رسولو هم بحث او خبرې شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته