سیاستخبرونهTOPروغتیا

عباد: نړيوال همکاران دې د اداري مصارفو د کمولو او مرستې رسولو په برخه کې لا ډېرې هڅې وکړي

کابل، د کب ۹مه، باختر
د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد نن د قطر په پلازمېنه دوحه کې د روغتیايي برخې د مرسته کوونکو سازمانونو په ناسته کې ګډون وکړ.
عباد په ياده غونډه کې د وينا پر مهال په افغانستان کې د روغتیایي سیستم په ریفورم، ګډې څارنې، د روغتیايي برخې پر ځان بسياينې، د کليو او ولسواليو په کچه د روغتيايي خدمتونو معياري کولو او هر اړخيزو روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو څخه يادونه وکړه او ټينګار يې وکړ، چې بايد په دې ټولو مواردو کار وشي.
نوموړي د روغتيا په برخه کې له نړيوالو همکارانو څخه غوښتنه وکړه، چې د ډېرو اداري مصارفو د کمولو او د مرستو په سمه توګه رسولو په برخه کې لا ډېرې هڅې او کار وکړي.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست همدارنګه وويل چې که د زياتو اداري مصارفو مخنيوی وشي د روغتيايي خدمتونو په برخه کې په لګښتونو به خورا مثبت اثر ولري.
نوموړي ټینګار وکړ ، چې د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ او ملکيتونو ازادول به د مور او ماشوم روغتيا ته د رسېدنې لپاره خورا ګټور ثابت شي، د افغانستان د روغتيايي سیستم د خپلواکه کېدو، د روغتیایي خدمتونو د پراختيا او معیاري کېدو لپاره يو ستر او مثبت ګام وي، چې بايد نړیوال يې پورته کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته