امنیت

شپږتنه وسله والو مخالفين ووژل شول او شپږتنه نوريي ونيول شول

افغان امنيتي ځواکونو اودايتلاف قوتونو پرون دهيواد په ځينو ولايتونو کې په څو عملياتو کې شپږتنه وسله وال  مخالفين ووژل او شپږتنه نوريي ونيول.

دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر دباختراطلاعاتي اژانس ته وويل دغه عمليات دتخار ، کندهار  اوهرات دولايتونو په مربوطاتو کې ترسره شول  چې له امله يې شپږتنه وسله وال  مخالفين ووژل شول او شپږ تنه نوريي ونيول شول.

دخبرځاى دڅرگندونوله مخې  په دغو عملياتو کې درې کلاشينکوفونه ، يو توغندي ويشتوونکي ، دوه تومانچي ، دتوپ شل ګولۍ ،. درې ماينونه ، دري لاسي بمونه ، يو چره يي ټوپک ، دوه موټرونه ، يو موټر سايکل هم دافغان امنيتي ځواکونولاسته ورغلي دي.

 ديوبل خبرله مخې  دپوليسو منسوبينو پرون دهلمند، ارزګان او فراه دولايتونو په مربوطاتو کې  دولس ماينونه  دهاوان دماين نولس سرګلولۍ اويوه شل کيلويي بوشکه چاوديدونکي توکي کشف اوشنډکړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته