کابل / د وري١٢مه / باختر
شل ملکيان پرون له غرمې وروسته په لوګرکې د يو توغندي د لګېدو له امله ټپيان شول.
د لوګر د امنيې قوماندانۍ وياند ګل حيدر احمدي د باخترآژانس سيمه ييزخبريال ته وويل: وسله والو طالبانو يو توغندې د بره کي برک ولسوالۍ له مربوطاتو څخه وتوغاوه چې د دې ولسوالۍ د روغتيايي کلينيک پر ودانۍ ولګېد.
هغه زياته کړه په دې پېښه کې د ښځو، ماشومانو او لويانو په ګډون شل کسان چې د درملنې په موخه ياد کلينيک ته راغلي وو، ټپيان شول.
د يوبل خبرله مخې: د لوګر د امنيې قوماندانۍ وياند باخترآژانس ته وويل پنځه وسله وال طالبان د پل علم په زرداد کلا کې د خپل ماين په چاودنه کې ووژل شول.
پاى \ ذ