کابل / د چنګاښ ۱۴ / باختر
شل طالبان تېره شپه د جوزجان مرکز په مربوطاتو کې په هوايي برید کې ووژل شول.
د هېواد په شمال کې د شاهین قول اردو مطبوعاتي دفترمسوول باخترآژانس ته وویل چې دغه طالبان هغه وخت ووژل شول چې د جوزجان مرکزسه شنبه تپې په ساحه کې د پوځيانو پر پوستو د یرغل لپاره را ټول شوي وو.
هغه وویل چې په دې برید کې ۸ طالبان ټپیان او ملکیانوته د سرزیان نه دی آوښتی.
-ع