خبرونهنړۍ

سکاټلنډي مسلمان لومړي وزیر اسرایلو ته د وسلو له ورکړې سره سخت مخالفت ښودلی

نړۍ، د وري ۱۶ مه، بهرنۍ رسنۍ

حمزه یوسف، چې د ۲۰۲۳ زیږدیز کال د مارچ په ۲۹ مه د لومړني مسلمان او اسیایي په توګه یې د سکاټلنډ د لومړي وزیر په توګه دنده پیل کړه، د یولیک په ترڅ کې یې د برتانیا له لومړي وزیر ریشي سونک څخه غوښتي، چې ژر تر ژره پر اسرایلو د وسلو پلور ته د پای ټکی کېږدي.

یوسف دغه غوښتنه وروسته ترهغې کړې، چې اسرایلي پوځیانو په غزه کې د ملکي وګړو وژلو ته زور ورکړ او دغه راز یې په برید کې د یوې مرستندویې موسسې کارکوونکي په نښه کړل.

نوموړي خبرداری ورکړی او ویلي یې دي، چې که برتانیا پر اسرایلو د وسلو پلور ونه دروي، نو د ملکي فلسطینیانو په وژلو کې به شریک وپېژندل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته