خبرونهنړۍ

سپینې ماڼۍ له اسرایلو سره د ۲،۵ میلیارده ډالرو مرسته تایید کړې

نړۍ، د وري ۱۱ مه، بهرنۍ رسنۍ

د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې د امریکا متحده ایالاتو حکومت هوکړه کړې، چې اسرایلو سره د ۲،۵ میلیارده ډالرو په ارزښت پوځي مرسته وکړي.

دغه مرستې چې تر ډېره په کانګرېس کې له مخالفتونو سره مخ وې، تازه یې پرون د تایید خبرونه خپاره شوي دي.

دغو مرستو کې بېلابېلو پوځي توکي شامل دي، چې  تېرو تجربو ته په کتو به تر ډېره د ملکي فلسطینیانو د وژلو لپاره وکارول شي.

امریکا په داسې مهال دغه مرستې تاییدوي، چې غزه کې هره ورځ د اسرایلو په هوایي بریدونو کې ملکي فلسطینیان شهیدانېږي او ټپیان کېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته