امنیت

زرکيلو ګرامه اوومه چرس وسوځول شول .

٢٩-کابلباختر د ليندى ٢٠ مه

زرکيلو ګرامه اوومه چرس نن دکندهار ولايت په پنجوايي  ولسوالۍ کې وسوځول شول .  دکندهار ولايت دمطبوعاتي دفتر مسوول دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل  چې زر کيلو ګرامه اوومه چرس  دپنجوايي ولسوالۍ دزنګ اباد په ساحه کې  دافغان او ايساف د ځواکونو په ګډو عملياتوکې  ترلاسه شوي وو 

 په يوه بله پيښه کې دکندهار ولايت دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزې پوليسو  ددغه ولايت په ارغنداب  ولسوالۍ کې  دعملياتو په بهير کې  يوه اندازه اوومه چرس  ترلاسه کړل .

  دکندهار ولايت دمطبوعاتي دفتر دمسوول  دڅرګندونو له مخې، دغه  چرس دکروندګر له خوا يې له لس جريبه ځمکې  څخه راټول  اوزيرمه شوي وو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته