کابل، د لېندۍ ۱۴ مه، باختر
د زابل سیمه ییزو مسوولینو په دغه ولایت کې د ۴ روغتیايي مرکزونو لپاره نوې ودانۍ جوړې شوې دي.
د زابل د عامې روغتیا رئیس ډاکټر میرویس افغان باختر آژآنس ته ویلي چې په دغه ولایت کې د روغتیا نړیوال سازمان له لوري د ۱۲۷ زره ډالرو په لګښت څلورو روغتیايي مرکزونو لپاره نوې ودانۍ جوړې شوې دي.
هغه زیاته کړه چې ډير ژر به په یو شمېر نورو ولسوالیو کې هم ورته کلینیکونو ته ودانۍ جوړې شي.