خبرونهامنیتټولنهTOP

ذبیح الله مجاهد: ولسونه دې په خپله خوښه وسلې او دولتي شتمنۍ امنیتي ځواکونو ته وسپاري

کابل / د کب ۱۲ مه / باختر

د افغانستان اسلامي امارت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین ذبیح الله مجاهد وايي چې ولسونه دې په خپله خوښه وسلې، دولتي وسائط او غیر قانوني توکي د اسلامي امارت ځواکونو ته وسپاري.

دا په داسې حال کې ده چې په کابل او یو شمېر نږدې ولایتونو کې له څو ورځو راهیسې د اسلامي امارت ګډو ځواکونو چاڼيز عملیات پیل کړي دي. په پیل شویو عملیاتو کې زیاتې وسلې، دولتي وسائط، مهمات او نشه يي توکي هم ترلاسه شوي دي.

د سلامي امارت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین ذبیح الله مجاهد په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې له تېرو څو ورځو را هیسې، د افغانستان اسلامي امارت درې ګونو امنیتي ارګانونو په ګډه د هېوادوالو د امنیت، د غلو، انسان تښتوونکو او شر اچوونکو عناصرو د فعالیتونو د مخنیوي په موخه  په کابل او نږدې ولایتونو کې چاڼيز عملیات پیل کړي دي.

هغه دغه عملیات بریالي بللي؛ خو په ورته وخت کې یې ویلي: د دې لپاره چې د چاڼیزو عملیاتو دغه جریان ډیر اوږد نشي؛ نو ولسونو دې ټولې هغه وسلې، دولتي وسائط او غیر قانوني توکي چې له ځان سره یې لري او یا د غلو او انسان تښتوونکو په اړه معلومات ولري، مخکې له دې چې د اسلامي امارت ځواکونه یې کورونو ته ورسېږي، په خپله خوښه دې وسلې او دولتي شتمنۍ ځواکونو ته وسپاري او په دې برخه کې دې د اسلامي امارت له ځواکونو سره همکاري وکړي.

مجاهد ویلي: که هېواد وال په دې برخه کې همکاري وکړي؛ نو پيل شوي عملیات به هم په لنډ وخت کې پای ته ورسیږي، په لارو کې به د پلټنو او نورو هڅو اړتیا هم نه وي او وضعیت به په ډاډمن شکل بیرته عادي شي.

هغه ویلي چې اسلامي امارت غواړي چې په هېواد کې بشپړ امنیت تامین وي او د هیچا سر، مال، عزت او حقوقو ته تهدید متوجه نه وي.

د یادونې وړ ده چې په پیل شویو عملیاتو کې یو شمېر کسان د انسان تښتوونکو له منګولو آزاد شوي دي او په تړاو یې څو تنه هم نیول شوي دي.

ن/ر

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته