سیاستTOP

د کوهدامن یو شمېر مشرانو او استازو سره د جمهورريیس کتنه

کابل / د زمري ۷ / باختر
جمهور ريیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د کوهدامن یو شمېر مشرانو او استازو سره په کتنه کې د دوی د انسجام او د هیواد او نظام د دفاع لپاره د ولسي ملاتړ او رول قدرداني وکړه.
د جمهوررييس د وياند دغترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې چې په چهارچنار ماڼۍ کې ترسره شوه، د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح هم حضور درلود، ملاتاج محمد مجاهد د کوهدامن د خلکو د وحدت، د دولت په چوکاټ کې د خپلو اقداماتو د تنظیم او د دښمن د تشخیص په اړه معلومات ورکړل. همدارنګه یې د انکشافي پروژو، روغتیا، پوهنې او نورو برخو کې خپل وړاندیزونه له جمهورريیس سره شریک کړل.
جمهورريیس د کوهدامن د خلکو د وحدت، د دولت په چوکاټ کې د خپل کاري روش د تنظیم او د دښمن په اړه د دوی د دقیق تشخیص قدرداني وکړه او په ټینګار یې وویل، د دولت بشپړ ملاتړ له تاسو سره دی، د انکشافي پروژو د تطبیق ترڅنګ به د امنیتي او دفاعي ځواکونو لیکو ته ستاسو ځوانان جلب شي.
محمداشرف غني د جمهوري ریاست عالي مقام لومړي مرستیال امرالله صالح ته لارښوونه وکړه چې د کوهدامن د خلکو د لا ښه انسجام او د دولت د همکارۍ په برخه کې له دوی سره له نږدې کار وکړي.
جمهورريیس غني د خپلو خبرو په پای کې وویل، هرڅوک چې د طالبانو د بدلون کاذبه ادعا کوي، د سپین بولدک ناورین ته دې وګوري، هغوی چې د اسامه بن لادن لپاره یې هیواد او ملي ګټې تر پښو لاندې کړې، د باور وړ نه دي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته