اسعد اباد باختر د کب د میاشتتې ۱۴ مه
د کونړ د پولیسو نوی مشر مل پاسوال حق نواز حقیار د یوې غونډې په ترڅ کې ولایتي چارواکو او امنیتي مسوولینو ته ور وپيژندل شو.
مل پاسوال حق نواز حقیار ،چې د دې مخکې یې هم د کورنیو چارو وزارت په اډانه کې بېلابېلې دندې ترسره کړي، د کونړ ولایت د امنیې قوماندانۍ د سرپرست قوماندان په توګه ټاکل شوی ،چې تېره ورځ د (۲۰۲) شمشاد زون قومندان پاسوال شیرعلي او د کونړ والي وحیدالله کلیمزي له لوري امنیتي مسوولینو،قومي مشرانو،دیني عالمانو، د پولیسو افسرانو او سربازانو ته ور وپيژندل شو.
د باختر اژانس د سیمه ييز خبریال د خبر له مخې:
هغه غونډه چې په همدې موخه جوړه شوې وه، د پولیسو د(۲۰۲) شمشاد زون قومندان غونډې ته په خپله پیلیزه وینا کې د نوي ټاکل شوي قومندان په کاري ژوند خبرې وکړې او هغه یې په کار پوه مسلکي افسر یاد کړ او د خلکو او پولیسو ترمنځ يې د همکارۍ او اړیکو په لا پیاوړتیا ټينګار وکړ.
په دغه غونډه کې چې د ولسي جرګې غړو،ولایتي شورا استازو،قومي مشرانو ،دیني عالمانو هم برخه لرله نوي قومندان ته يې د مبارکۍ ویلو ترڅنګ د امنیت د ټينګښت ،د عامه نظم د خوندیتوب او د قانون د پلی کیدو په برخه کې د ولسونو د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.
په همدې حال کې د کونړ والي وحیدالله کلیمزي د پخواني امنیه قومندان جمعه ګل همت هڅې وستایلې او په چارو کې يې ورته د بریالیتوب غوښتنه وکړه.
کلیمزي په کونړ کې شته امنیتي وضعیت د امنیتي ځواکونو د سرښندنو او ولسونو د همکاریو پایله وبلله او د وضعیت د لا ښه والي په برخه کې یې په ګډو هڅو ټينګار وکړ.پای/وصال
2 1 دقیقه لوستل