خبرونهاقتصادټولنه

د کندهار په دامان ولسوالۍ کې د تخمونو زېرمتون ګتې اخیستنې ته وسپارل شو

کابل، د سلواغې ۱۲مه، باختر
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د افغانستان لپاره د هالنډ کمېټې په همکارۍ د دې ولایت د دامان ولسوالی بزګرانو ته د اسانتیاوو برابرولو په موخه د اصلاح شویو تخمونو زېرمتون (سیډ بانک) جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارلی دی.
د دغه ولایت د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې دغه زېرمتون د دامان ولسوالۍ د عظم په کلا کې جوړ شوی، چې ورسره به د اصلاح شویو تخمونو د پروسس په برخه کې د دامان ولسوالۍ بزګرانو ته آسانتیاوې رامنځته شي.
په همدې حال کې د یادې سیمې بزګران د کندهار د کرنې ریاست د کړنو هرکلی وکړ او دغه زېرمتون یې د بزګرانو د حاصلاتو په خوندیتوب کې اغېزمن وباله.
د دې زېرمتون د جوړولو موخه د اصلاح شویو تخمونو پروسس، زېرمه کول او له ناروغیو او آفتونو څخه د تخمونو خوندي کول ښودل شوې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته