کابل / د سلواغی / ۲۴ / باختر
د کندز په قلعه زال ولسوالۍ کې د اکتید موسسې په مالي ملاتړ پر ۵۱۹۵ اړمنو کورنیو مرستې وېشل کېږي چې د وېش لړۍ یې نن پیل شوې ده.
د قلعه زال ولسوال مولوي عصمت الله زلمي د باخترآژانس خبریال ته وویل دغه کورنۍ مخکې سروې شوې وې او اوس پرې د ژمنیو مرستو د وېشلو لړۍ دوام لري.
دا په داسې حال کې ده چې د دغه ولایت په امام صاحب او خان آباد په ولسوالیو کې هم پر۲۰۰۰۰ بې وزلو کورنیو د ژمنیو مرستو وېش پیل شوی دی.
ع