سیاستخبرونهاقتصادTOP

د کمال خان او بخش اباد بندونو پاتې چارې بشپړېږي

کابل، د چنګاښ ۲۸ مه، باختر
د افغانستان اسلامي امارت د کابینې څلوېښتمه غونډه کې پرېکړه شوې، چې د کمال خان او بخش اباد بندونو پاتې کارونه وسنجول شي او د بشپړېدو لپاره يې ټول جزییات د کابینې بلې غونډې ته برابرکړل شي.
دغه غونډه د رئیس الوزراء الحاج ملا محمد حسن اخند په مشرۍ پرون په ارګ کې جوړه شوې وه.
په غونډه کې د ابو او نرژۍ وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور په مشرۍ پلاوي ته دنده سپارل شوې چې د کمال خان بند او په فراه کې د بخش اباد بند ټولې چارې له نږدې وویني او بشپړ جزییات دې د کابینې راتلونکې ناستې ته وړاندې کړي.
دغه پلاوي کې د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال ډاکټر عبداللطیف نظري، د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال مولوي صدراعظم، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت مرستیال مفتي سید احمد مستقیم او د ماليې وزارت یو استازی شامل دي.
په دې غونډه کې د ترافيکي بې نظیمو د مخنیوي په موخه د چارو ادارې د دولت د چارو د انسجام مرستیال شیخ نورالحق انور په مشرۍ پلاوی ګومارل شوی چې پخوانۍ طرحه بیا وګوري او شرایطو ته په کتو له اصلاحاتو وروسته دویمه طرحه برابره کړي.
د کابینې په دې ناسته کې د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني په مشرۍ یو کمېسیون هم د عالیقد امیرالمؤمنین حفظه الله د هدایت مطابق له زلزله ځپلو سره مرستې لپاره ګومارل شوی. دغه پلاوی به د کورنیو او بهرنیو مرستندویانو وړاندیزونه اوري، د هغوی د مرستو پر ځای لګښت او وېش لپاره به لازمې اسانتیاوې برابروي. دغه کمېسیون ته لارښوونه شوې چې د مرسته کوونکو او مرسته ترلاسه کوونکو تر منځ د اړیکي رول هم ادا کړي.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته