سیاستخبرونهTOP

د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست کابل کې د چین له سفیر سره وکتل

کابل، د وري ۲۱مه، باختر
د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست ملا محمد یونس اخندزاده پرون په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د چین له سفیر جاو شینګ او مل پلاوي سره وکتل. په دې کتنه کې د چین سفیر د افغانستان او چین هېواد ترمنځ د ښو اړیکو څخه خوښي څرګنده کړه او ویې ویل، چې له ټولو اسلامي او ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه له افغانستان سره ښې اړیکې لري او د پراختیايې او بنسټيزو پروژو په پرمختیا او بیارغونه کې له افغانانو سره همکار دی.
جاو شینګ د واخان د سړک د جوړولو په تړاو هم خبرېوکړې چې د بدخشان له واخان څخه د چين تر سرحده پورې د کليو، بيارغونې او پراختيا وزارت له لوري د جوړېدو چارې روانې دي.
ورته مهال د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست ملا محمد یونس اخندزاده دوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ له افغانستان سره د چين له سیاسي او اقتصادي همکاریو مننه وکړه او ویې ویل، چې موږ غواړو له خپلو ګاونډیو هېوادونو په ځانګړي توګه له چین سره د پر متقابل احترام والاړې ښې اړیکې ولرو.
نوموړي زیاته کړه:”د واخان سړک چې چین تر سرحده يی لومړني کارونه د کليو، بيارغونې او پراختيا وزارت له لوري په چټکۍ سره جريان لري، چې ژر به همدا خام سړک د چین تر سرحده ورسېږي”.
هغه همدرانګه څرګنده کړه، چې د یاد سړک اساسي جوړېدل به د دواړو هېوادونو د اقتصاد په پياوړتیا کې مهم رول ولري او چین به د افغانستان له لارې د منځنۍ آسیا له هېوادونو سره د لنډې او اقتصادي لارې وصل شي.
د کتنې په پای کې دواړو لوریو پر دوامدارو همکاریو ټینګار وکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته