سیاستخبرونهTOP

د کابينې شلمه غونډه؛ د ترافيکي پېښو د مخنيوي طرحه تائید شوه

کابل، د وري ۱۳مه، باختر
د افغانستان اسلامي امارت د کابینې شلمه غونډه نن دوشنبه د رئيس الوزراء الحاج ملا محمد حسن اخند په مشرۍ ترسره شوه چې په کې په یو شمېر موضوعاتو بحث او پرېکړې وشوې.
په دې غونډه کې له هر اړخيز بحث وروسته د ترافيکي پېښو د مخنيوي طرحه چې د کورنیو چارو وزارت له لوري چمتو شوې وه تائید او اړوندو ارګانونو ته دنده وسپارل شوه ترڅو یاده طرحه پلې کړي.
په غونډه کې مالدارو سره د مؤسساتو له لوري د شویو مرستو راپور وړاندې شو او اقتصاد وزارت ته دنده وسپارل شوه چې په راتلونکي کې خپلې چارې د طرز العمل مطابق له اړوندو ادارو سره په همغږۍ سرته ورسوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته