خبرونهټولنه

د کابل ـ قندهار پر لویه لاره ترافیکي پېښه کې ۳۸ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

کابل، د کب ۱۶ مه، باختر

د غزني د امنیې قوماندانۍ سیمه ییزمسوولین وايي، چې په یاد ولایت د یوې ترافیکي پېښې له امله ۳۸ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د غزني د امنیې قوماندانۍ ویاند خالد سرحدي د باخترآژانس خبریال ته ویلي چې د تېرې شپې د اته نیمو بجو په شاوخوا کې د غزني مرکز په نانی ساحه کې یو ۴۰۴ مسافر وړونکي بس موټر له یو مازدا موټر سره ټکر وکړ چې له امله یې ۶ تنه مړه شوي او ۳۲ تنه نورټپیان شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې د پېښې ټپیان د امنیتي ځواکونو له لوري د درملنې په موخه د غزني ښار روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي چې د یوشمېر ټپیانو روغتیا يي حالت خراب بلل شوی دی.

د یادونې وړ ده، چې دغه دوه موټر له غزني څخه د کندهار پرلور روان وو چې لامل یې د موټرچلوونکي بې احتیاطي بلل شوې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته