خبرونهفرهنګ

د ښځو پرخلاف د تاوتريخوالي د له منځه وړلو د پوهاوي ورکولو ورکشاپ جوړ شو

٤٩- کابل / د لړم٢٨مه /باختر
د ښځو پرخلاف د تاوتريخوالي د له منځه وړلو او د سولې په بهير کې د ښحو د رول تر شعار لاندې د پوهاوي ورکولو ورکشاپ نن د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت د جندر د امريت په نوښت د دغه وزارت د تاريخي ابداتو د رياست کارکوونکو ته جوړ شو.
د باختراژانس د خبريال د خبرله مخې؛ د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت د جندر آمرې محبوبې سعادت د دغه وزارت کارکوونکو ته د پوهاوي ورکولو په خاطر د دغه شان ورکشاپونو جوړول ګټور وبلل او ويې ويل : د ښځو پرخلاف تاوتريخوالي يوه ناوړه پديده ده تاوتريخوالي نه يواځې د ښځو پرخلاف بلکې تاوتريخوالي د دغې پديدې د عامه مفهوم په نامه دى چې په ټولنه کې د زياتو رواني او روحي ستونزو د رامنځته کېدوسبب کېږي .
هغې زياته کړه چې تاوتريخوالي د ښځو پر ژوندانه ناوړې ټولنېزې ، فرهنګي اواقتصادي اغيزې کوي، سره له دې چې د ښځو پرخلاف تاوتريخوالى يوه نړيواله پديده ده او په ټولو هېوادونو کې شتون لري خو په افغانستان کې د تاوتريخوالي کچه لوړه ده .
په افغانستان کې تاوتريخوالي ډول ډول عوامل لري چې عمده عوامل يې جګړه، او په ټولنه کې ناوړه دودونه او رواجونه دي او د دې سبب شوي دي چې ښځې زيات زيانونه وزغمي.
هغې زياته کړه ښځې په هېواد کې د وروستيو دوو لسيزو په مثبتو بدلونونو او پرمختکونو کې اساسي او ارزښتناک رول درلود اوبايد په راتلونکې کې په سياسي تصميم نيولو کې د هغوى په اغيزمن رول سترګې پټې نه شي اوبايد په سياسي تصميم نيولو کې ونډه ولري او د ټولنې د نيمايي وګړو په توګه د ښځو ونډه په پام کې ونيول شي او د ښځوحقوق بايد محدود نه وي او له هغو څخه افزاري استفاده ونه شي.
په دې ورکشاپ کې د تاوتريخوالي د ډولونو، د نوعيت له پلوه تاوتريخوالي، کورني تاوتريخوالي او د جوړښتي تاوتريخوالي د موضوعګانواومسئلو او له هغو سره د مبارزې د لارې چارې په اړه څرګندونې وشوې .
بايد وويل شي چې د پوهاوي ورکولو دغه ورکشاپ د ښځو پرخلاف د تاوتريخوالي د له منځه وړلو د نړيوالې ورځې په درشل کې د ښځولپاره د ښځو د موسسې په مالي اوتخنيکي همکارى جوړ شوى و.
ختم_ ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته