کابل/ باختر/ د کب د مياشتې ۱۵مه
د ښځو او ماشومانو د ځورونې د بندولو کمېټه، نن د مدافع وکيلانو په خپلواکه ټولنه کې جوړه شوه .
د مدافع وکيلانو د خپلواکې ټولنې رييس احمد رفيع نادري د ښځو او ماشومانو د ځورونې د بندولو د کمېټې د جوړولو له امله په هرکلي سره په دولتي ادارو او ټولنو کې ښځو ته د خوندي کار فضا او اساتنتياوو برابرولو ته پاملرنه يو بنسټيز اصل وباله.
د هرات ولايت د ټولنيزو چارو مرستيالې مونسې حسن زاده وويل: د ښځو او ماشومانو د ځورونې د بندولو د قانون د اوومې مادې له مخې، ټولې دولتي ادارې مکلفي دي چې په خپلو اداروکې دغه شان کمېټې جوړې کړي.
د هرات ولايت مرستيالې وويل چې د هرات سيمه ييزه اداره هوډمنه ده، هغو ښځو ته چې په دولتي او غير دولتي ادارو کې کار کوي؛ د کار مناسب شرايط برابر کړي او که چيرې د ښځو د ځورونې په باب کومه قضيه ثبته شي؛ له سرغړونکو سره قانوني چلند کېږي.
د هرات د ښځو د چارو رييسې انيسې سروري وويل: هره دولتي اداره مکلفه ده چې په درېيو مياشتو کې په خپلو اداروکې دغه شان کمېټې جوړې کړي.
ختم_ ج _ اکرم
1 1 دقیقه لوستل