خبرونهټولنهTOPروغتیا

د څلور میلیونه ډالرو په پانګونې د “آسیا نور” د درملو تولیدي فابریکه په کابل کې پرانیستل شوه

کابل، د لېندۍ ۲۲مه، باختر
د څلور میلیونه ډالرو په پانګونې سره، د “آسیا نور” د درملو تولیدي فابریکه نن په کابل کې پرانیستل شوه.
د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ د یادې فابریکې په پرانیست‌غونډه کې د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې رئیس ډاکټر عبدالباري عمر وویل چې د “آسیا نور” د درملو تولیدي فابریکه په یوه غیر معیاري ځای کې فعاله وه او په ډېرو کمو امکاناتو یې کم تولیدات لرل؛ خو د اسلامي امارت په راتګ سره د دغې فابریکې او د خوړو او درملو اړوند نورو شرکتونو د مسئولینو ستونزې او ننګونې واورېدل شوې او باکیفیته او معیاري تولیداتو ته وهڅول شول.
هغه زیاته کړه چې یاده فابریکه اوسمهال په ښه کیفیت او معیاري ډول د درملو د تولیداتو په برخه کې فعالیت پيل کړی او په کې ۶۸ قلمه ډول ډول درمل توليد او بسته بندي کېږی.
ډاکټر عمر د کورنیو تولیداتو پر استفادې ټینګار وکړ او ويې ویل چې د هېوادوالو ۷۰ سلنه کلني عواید چې شاوخوا ۴۰۰ میلیونه ډالره کېږي؛ د ناروغانو درملنې په خاطر بهرنیو هېوادونو ته ځي؛ په داسې حال کې چې دا پیسې باید په هېواد کې د تعلیم او تحصیل، د افغانستان د آبادۍ او د ژوند د پرمختګ په برخه کې مصرف شي.
هغه ډاډ ورکړ چې اسلامي امارت ټولو برخو په ځانګړې توګه د خوړو او درملو برخې ته زیاته پاملرنه کوي، ترڅو هېواد په دې برخه کې ځان بسیاینې ته ورسېږي.
عمر د خوړو او درملو پر سوداګرو او د شرکتونو او فابریکو پر مسئولینو غږ وکړ چې له بې کیفیته او قاچاقي خوړو او درملو له واردولو او ګران پلورنې ډډه وکړي او خپل فعالیتونه او تجارت دې معیاري کړي؛ له دې پرته به ورسره اصولي چلند کېږي.
د غونډې په دوام، د “آسیا نور” د درملو تولیدي فابریکې سرپرست ضیاالدین مایار وردګ، د فابریکې په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل: دغه فابریکه په ۱۳۹۴ لمریز کال د کابل ښار په بوستان مېنه کې فعالیت کاوه او نن یې په رسمي توګه په کچکین ښارګوټي کې فعالیت پیل کړ.
هغه د اسلامي امارت په ځانګړې توګه د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې د هر اړخیزو همکاریو په خاطر د مننې ترڅنګ؛ د صنعتکارانو یو لړ ستونزې او وړاندیزونه شریک کړل او د اسلامي امارت د رهبرۍ له لوري د حل غوښتنه یې وکړه.
مایار ډاډ ورکړ چې د اسلامي امارت په ملاتړ به هڅې وکړي هېوادوالو ته په ښه کیفیت، لازمه بیه او په نړیوالو معیارونو برابر بېلابېل درمل ورسوي او په دې برخه کې لا ډېره پانګونه وکړي.
د غونډې په وروستۍ برخه کې، د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث نورالحق انور، د خوړو او درملو په برخه کې د یادې فابریکې پر ازرښت خبرې وکړې او ویې ویل چې په هېواد کې د دغه شان فابریکو فعالېدل، هېوادوالو ته ښه او هیله بخښونکی زېری دی.
هغه زیاته کړه چې اسلامي امارت د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې او ټولو صنعتکارانو، سوداګرو او پانګه والو ملاتړ کوي او د سالم رقابت او پرمختګ زمینه ورته برابروي. خو په ورته وخت کې له هغوی څخه غوښتنه وکړه چې د شخصي ګټو پر ځای دې ملي ګټې په پام کې ونیسي.
د یادونې وړ ده چې د “آسیا نور” د درملو په تولیدي فابریکه کې د هېواد په کچه ۳۶۰ تنه، په بېلابېلو برخو کې په کار بوخت دي. د دغې فابريکې پر لومړي فاز د څلور ميليونه ډالرو په ارزښت پانګونه شوې ده او ټاکل شوې دا پانګونه ۱۰ ميليونه ډالرو ته ورسېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته