خبرونهروغتیا

د پکتیکا په پنځو ولسوالیو کې ګرځنده روغتیايي مرکزونه فعال شول

 کابل / د کب ۱۴ مه / باختر

د پکتیکا د عامې روغتیا چارواکي وايي چې د پکتیکا په هغو پنځو لرو پرتو ولسوالیو کې ګرځنده روغتیایي مرکزونه پرانېستل شول، چې مخکې له دې په دغو ولسوالیو کې روغتیایي چوپړتیاوې ټکنې وې.

د عامې روغتیا ريیس ډاکټر حکمت الله عصمت وایي، چې دغه ګرځنده روغتیايي مرکزونه د یونیسف په مالي ملاتړ د پکتیکا په ډیلې، خوشامند، وازیخوا، خیرکوټ، سروبي او برملې ولسوالیو کې فعال شول.

عصمت وايي چې په هر روغتیایي ټیم کې به شپږ نارینه او ښځینه کارکوونکي (ډاکټر، نرس، قابله، رواني مشاورین، غذایي مشاورین او واکسیناتور) کار کوي، چې کور په کور به ګرځي او هېوادوالو ته به روغتیایي خدمات وړاندې کوي.

د یادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت له راتګ سره او د هېواد په ګوټ ګوټ کې د سولې او امن فضا په خپرېدو سره حکومت ژمن دی، چې په محرومو سیمو کې هم خلکو ته اسانتیاوې برابرې کړي.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته