خبرونهامنیت

د پکتیا امنیه قوماندان استعفا ورکړه

۳۸- کابل / د مرغومي لومړۍ / باختر
د پکتیا امنیه قوماندان نن له دندې استعفا وکړه.
د پکتیا والي محمد حلیم فدايي باختر آژانس ته وویل چې د پکتیا امنیه قوماندان اخترمحمد شاهین د شخصي بوختیاوو په دلیل له دندې استعفا وکړه.
خو یوشمېر سیمه ییزو رسنیو خبر ورکړ چې د پکتیا امنیه قوماندان په دې قوماندانۍ کې د بې عدالتیو، د فساد د زیاتوالي او په دغه ولایت کې د یوشمېر پولیسو د نه مسلکي توب په دلیل له دندې استعفا کړې ده.
پای/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته