خبرونهاقتصاد

د پيسو د نړيوال صندوق له افغانستان سره مرسته کوي

 کابل/ دوري ٢٦مه /باختر

ټاکل شوې ده د پيسو د نړيوال صندوق  ١٤٧ ميليون ډالره د افغانستان په وا ک کې ورکړي.

د افغانستان بانک نن د يو خبرپاڼې په خپرولو سره  ويلي دي د پيسود نړيوال صندوق نوې مرسته د کريدټ ( ECF) د اسانتيا د تمديد د نوي پروګرام د څېړنې د لومړى دورې له بشپړيدو وروسته ترسره کېږي .

د دغو څېړنو رپوټ به د روان ميلادي کال د جون په مياشت کې د پيسو د نړيوال صندوق اجراييوي بورد ته وړاندې شي چې له هغه وروسته له افغانستان سره  ١٤٧ ميليونو ډالرو مرسته کېږي.

په خبرپاڼه کې ويل شوي دي د پيسو د نړيوال صندوق د ارزونې ټيم د افغانستان د اقتصادي جوړښت د اصلاحاتو د رامنځته کولوپه وړاندې د دغه هېواد د ژمنې تحقق په اړه له افغان مقاماتو سره خبرې کړي دي.

د ارزونې دغه ټيم په اوسنيوستونزمنو شرايطو کې د افغانستان د اقتصادي پروګرامونو د محتاطانه مديريت په برخه کې د دغه هېواد کړه وړه او دغه راز د افغانستان د مالي نظام د ټينګښت په برخه کې د پرمختګونوهرکلى کړى دى .

په خبرپاڼه کې د افغانستان بانک د سرپرست اجمل احمدي له خولې ويل شوي دي افغانستان ژمن دى چې د لوى اقتصادي ثبات ، د مالي او بانکي برخو د اصلاحاتو،د ارزي زيرمو او د هغو د زياتوالو د اغيزمن مديريت، د مالي جرمونو ،پول شويي او د تروريزم د تمويلولو پرخلاف د مبارزې،  له اداري فساد سره د مبارزې او د کار د رامنځته کولو او د افغانستان د اقتصادي ودې په مقصد د خصوصي برخې د پياوړتيا په برخه کې له پخوا زيات هلې ځلې وکړي.

ختم-ج – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته