خبرونهښوونه او روزنه

د پوهنې وزارت سرپرست سمنګانوته سفروکړ

کابل / د کب ۱۳ مه / باختر

د پوهنې وزارت سرپرست پرون سمنګانوولایت ته سفروکړ.

د پوهنې وزارت سرپرست سمنګانو ته د خپل سفرموخه له زده کړیزو ځایونوڅخه لیدنه او د پوهنې په برخه کې خلکو ته ژمنه د اسلامي امارت له راتلوونکو پلانونوڅخه دی.

د سمنګانو ولایت ویاند د باخترآژانس خبریال ته وویل چې شیخ الحدیث مولانا نورالله منیر د سمنګانو د پوهنې د ستونزې د حلولو او څارنې په خاطر د دغه ولایت مرکز ایبکوښارته ورسېد.

دغه غونډه چې د پوهنې وزارت سرپرست شیخ الحدیث مولانا نورالله منیر، د سمنګانو والي مولوي عبدالرحمن کندزي او د دغه ولایت د امنیتي بنسټونو د مسوولینو په ګډون جوړه شوه ، د هېواد د پوهنې وزارت سرپرست شیخ الحدیث مولانا نورالله منیروویل : په تېرو شلو کلونو کې اسلامي امارت وکولای شول د افغان ملت په همکاری د نړۍ ستراشغالګر له هېواد څخه وشړي، د تعلیمي او تربیتي ثبات ، امنیت او د پیاوړتیا زمینه برابر کړي.

د پوهنې وزارت سرپرست دغه راز له سرچنیو، بندرونو اوملي بنسټیزو څخه د عوایدو د راټولولو، د اقتصاد د ودې او د یو داسي فضا برابرول چې افغانان وکولای شي خپله خپلواکي وساتي خبرې وکړې.

هغه زیاته کړه اسلامي امارت هوډ لري چې تعلیمي ، روزنیز او اسلامي ظرفیت لوړ کړي چې د پرمختک ، هوساینې او فرهنګي ودې لامل شي.

په دې غونډه کې د دولتي بنسټونو د مسوولینو په استازیتوب د سمنګانو د پوهنې رییس مولوي نصرت الله فیضاني په دغه ولایت کې د پوهنې ستونزې او ښوونځیو لپاره د کتاب او د ودانیو د نشتوالي په اړه خبرې وکړې او د پوهنې وزارت له سرپرست څخه وغوښتل چې د پوهنې وزارت او د افغانستان اسلامي امارت دغو ستونزو ته رسيدګي وکړي.

ع

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته