۱۰۰ ورځې

د پنځه نوي محلونو رايې باطلې شوې

کابل – باختر د وږې دمياشتې ٢١
د انتخاباتو خپلواک کميسيون د راى ورکولو د ٩٥ محلونو رايې باطلې اعلام کړې.
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې: د انتخاباتو د خپلواک کميسيون رييس ډاکتر احمد يوسف نورستاني نن په يوه خبري غونډه کې وويل: د رايو د باطلولو د بهير په اتمه غونډه کې د راى ورکولو د څلور زره دوه سوه درې شپيتو(٤٢٦٣) محلونو له جملې څخه يو زرو څلورسوه نهه پنځوس (١٤٥٩) محلونه تاييد، د دوه زره درې سوه څلورو (٢٣٠٤) محلونو رايې بيا شميرل شوې او د راى ورکولو د ٩٥ محلونو رايې باطلې اعلام شوې.
ده وويل: د ٤٠٥ محلونو د رايو په باب د تخنيکي ستونزو له امله تصميم ونه نيول شو .
نورستاني وويل چې د راتلوونکې يکشنبې ورځ به د رايو د باطلولو د بهير وروستۍ غونډه وي او د پلټنې بهير به پاى ته ورسيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته