کابل، د غبرګولي ۷ مه، باختر
د پنجشېر سیمه ییز مسوولین وايي، په دغه ولایت کې امنیت ټینګ شوی او په پنجشیر کې د امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې ادعا بې بنسټه ده.
د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ رييس مولانا نصرالله ملک زاده د باختراژانس خبريال ته وويل چې په تېرو ٢٤ ساعتو کې په دغه ولايت کې کومه امنيتي پيښه نه ده رامنځته شوې .
د پنجشېر ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس په دغه ولايت کې د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه په ټولنيزو رسنيو کې خپاره شوي راپورونه رد کړل او ويې ويل چې د افغانستان اسلامي امارت امنيتي او دفاعي ځواکونه به هيڅ ډلې ته اجازه ورنه کړي چې د امنيت پر ضد فعاليت وکړي.
هغه زياته کړه، چې په دغه ولايت کې هېڅ وسله واله ډله شتون نه لري؛ خو دښمنان غواړي، چې د فیسبوکي تبلیغاتو له لارې د خلکوزهنونه ګډوډ کړي.
ع