خبرونهټولنه

د پنجشیر د امر باالمعروف او نهې عن المنکر د ریاست مسوولینو د بشري ټولنې په اصلاح کولو کې د عالمانو رول اغیزمن وباله

کابل / د سلواغې ۲۶مه /باختر
د پنجشیر دامر باالمعروف او نهې عن المنکر د ریاست مسولینو پرون له یوشمیرعالمانو سره په کتنه کې د بشري ټولنې په اصلاح کولو کې د عالمانو رول ګټور وباله.
د پنجشیر د امر باالمعروف او نهې عن المنکررییس مولوي محمود الحسن شیرګل منصوري باخترآژانس ته وویل چې عالمان د انبیاو وارثان دي او کولای شي د بشري ټولنې په اصلاح کولو کې مهم او ارزښتناک رول ولوبوي.
هغه زیاته کړه چې عُلماء د شریعت په تطبیقولو او د منکراتو په مخنیوي کې له محتسبینو سره جدي همکاري وکړي.
هغه زیاته کړه چې د دغه شان کتنو ترڅنګ د منکراتو د مخنیوي او د دغه ولایت د خلکو ترمنځ د یووالي او پیوستون لپاره هم یو لړ ښه پروګرامونه ترلاس لاندې لري.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته