امنیتټولنه

د پروان مدني فعالانو او خبريالانو د امنيتي حالت د ښه والي غوښتنه وکړه

کابل / د مرغومي ۱۱ مه / باختر
په هغې غونډه کې چې د امنيتي حالت د ښه والي په خاطر د پروان په مرکز کې جوړه شوې وه، د خلکو د ښه امنيت د تامينولو، د هدفمندو وژنو مخنيوى، د خبريالانو او مدنې فعالانو د امنيت پر تامينولو ټينګار وشو.
د پروان د مدني ټولنې بنسټونو د بورډ مسوول ډاکټر محمد شفيع مشفق خبرې وکړې او د دغې غونډې د جوړولو موخه یې د امنيتي ستونزو په ګوته کول او د امنيتي حالت د ښه والي لپاره د حل لارو چارو موندل وبلل او ويې ويل چې د خبريالانو وژل او د نظام پر خلاف ناوړه تبليغات د زغم وړ نه دي.
د پروان والي فضل الدين عيار د مدني ټولنې د بنسټونو او رسنيو د غړو په خپل وخت او مسوولانه نوښت او د امنيتي ځواکونو د وروستيو برياليتوبونو قدرداني وکړه او ويې ويل: د دې اړتيا ده چې امنيتي ځواکونه د امنيتي پروګرامونو په جوړولو کې د امنيت د ښه والي په خاطر د مدني فعالانو او رسنيو له نظريو او پيشنهادونو څخه استفاده وکړي.
ختم- ج -اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته