کابل، د لېندۍ ۱۲مه، باختر
د وسله وال پوځ لوی درستیز قاري محمد فصیح الدین فطرت د هېواد په شمال ختیځ زون کې د ملي اسلامي اردو له قطعاتو او جزوتامونو څخه د لیدنې او کتنې په دوام نن تخار ولایت ته سفر وکړ.
د دغه سفر په ترڅ کې لوی درستیز د تخار له والي مولوي عبیدالله امین زاده او په دغه ولایت کې د ۲۱۷ عمري قول اردو د دوهمې پلې لوا له قوماندان مولوي عتیق الله اسامه سره وکتل.
په دغه کتنو کې د امنیت او نورو مسایلو په اړه هر اړخیزي خبرې وشوې.
د هېواد د وسله وال پوځ لوی درستیز په تخار کې د مجاهدینو له فعالیتونو او لاسته راوړنو قدردانۍ وکړه او مسوولینو ته یې د هغوی د ستونزو او وړاندیزونو د حل په موخه لازمې لارښوونې وکړې.