خبرونهامنیتTOP

د وسله وال پوځ اعلی سرقومندانۍ غونډې د هیواد عمومي امنیتي وضعیت وارزاوه

کابل/ د چنګاښ ۶مه/ باختر

د جمهوررئیس او د وسله وال پوځ اعلی سرقومندان محمداشرف غني په مشرۍ د اعلی سرقومندانۍ غونډه نن مازدیګر په ارګ کې جوړه شوه.

په دغه غونډه کې د امنیتي او دفاعي سکتور مسوولینو د هیواد د امنیتي وضعیت په برخه کې د وروستیو تحولاتو په هکله خپل راپور او د دښمن د تحرکاتو د دفعې او مخنیوي په اړه خپل پلانونه او برنامې وړاندې کړې.

جمهوررئیس او د وسله وال پوځ اعلی سرقومندان اړوندو مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د دښمن د ګواښونو د دفعې په موخه په بېلابېلو مدیریتي او تاکتیکي سطحو کې لازم اقدامات ترسره کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته