کابل باختر د ليندى پنځمه :
په سرپل کې د واورې د سخت اورښت له امله د بلخاب_سانچارک سړک د ترافيکو پرمخ تړل شوى دى .
د دغه سړک تړل کيدو په زرګونو تنه مسافران او د سرپل اوسيدونکي انديښمن کړي او له ستونزو سره يې مخامخ کړي دي.
د سرپل ولايت د فوايد عامې د ادارې يوه مسوول د باختر آژانس خبريال ته وويل چې د دغه سړک د بيا پرانستلو لپاره هلې ځلې دوام لري .
ده وويل: خدماتي ټيمونو د دغه سړک د بيا پرانستلو لپاره کار پيل کړى دى .
دا په داسې حال کې ده چې له يوې اوونۍ راپديخوا د دغه سړک په تړل کيدو سره په بلخاب او د سرپل ولايت په ځينو نورو سيموکې د لومړنيو اړتيا وړ توکو بيې لوړې شوې دي .
0 1 دقیقه لوستل