خبرونهTOPټولنهروغتیا

د هېواد په ۲۱ ولایتونو کې د پولیو دویم فرعي کمپاین پیل شو

کابل، د کب ۸مه، باختر

د عامې روغتیا وزارت د روان زېږدیز کال په لړ کې د هېواد په ۲۱ ولایتونو کې د پولیو د دویم فرعي کمپیان د پیل کېدو خبر ورکړی دی.

یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه کمپیان یې د اړوندو نړیوالو ادارو په ملاتړ پیل کړی او ټاکل شوې، چې په ترڅ کې به یې شاوخوا ۷.۶ میلیونه له پنځو کلونو کم عمره ماشومان واکسین شي.

د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې یاد کمپاین نن پیل شو او د روانې فبرورۍ میاشتې تر ۲۹مې نېټې پورې به دوام ولري.

سرچینې زیاته کړې، چې روان کمپاین د کابل، کاپیسا، پرون، لغمان، نورستان، ننګرهار، بغلان، کندز، تخار، هلمند، کندها، زابل، روزګان، نیمروز، غزن، خوست، پکتیا، پکتیکا، فراه او هرات ولایتونو کې پلی کېږي.

د عامې روغتیا وزارت په دې برخه کې له والدینو څخه غوښتنه کړې، چې د دغه لړۍ د ښه تطبیق په برخه کې ورسره همکاري وکړي.

د یادونې وړ ده، چې پولیو یوه ویروسي ناروغي ده، چې هېڅ درملنه نه لري او مخنیوی یې یواځي په واکسین سره شونی دی، یاد ویروس د ماشومانو د دایمي ګوزڼ او یا هم د مرګ سبب کېدای شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته