خبرونهسیاست

د هېواد د بهرنيوچارو وزير د ترکمنستان د بهرنيوچارو له وزير سره ټليفوني خبرې وکړې

۳۰- کابل / د مرغومي ۱۷مه / باختر
د افغانستان د بهرنيو چارو وزير محمد حنيف اتمر نن د ترکمنستان د بهرنيو چارو له وزير رشيدمردوف سره په ټليفوني اړيکه کې د کابل او عشق آباد ترمنځ د دوه اړخيزو اړيکو او د علاقې وړ موضوعګانو په اړوند خبرې اترې وکړې.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په ټليفوني خبرو کې کابل ته د ترکمنستان د بهرنيو چارو د وزير د نږدې راتلونکي سفر په اړه پر خبرو سربېره چې په بهير کې ټاکل شوې ده د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهوررييس محمد اشرف غني، د بهرنيو چارو له وزير محمد حنيف اتمر او د ملي امنيت شورا له سلاکار حمدالله محب سره هم ليده کاته او خبرې اترې وکړي او د آقينه – اندخوى د اوسپني پټلۍ، د کرکي – اندخوی – پلخمري برېښنا د لېږدونې پروژې او د نوري فايبر د کرښې د پروژو په اړه چې د ترکمنستان انترنټي شبکه له افغانستان سره نښلوي او چټک انترنټ به د افغانان په واک کې ورکړي، درې مهمې پروژې پرانيزي.
د ترکمنستان د بهرنيو چارو وزير کابل ته د خپل سفر په بهير کې به د سياسي سلامشورو هوکړه ليک، د زراعتي قرنطين په اړه د هوکړې يادښت او امنيتي هوکړه ليک او دغه راز په تېلو او ګازو د مسئلو پورې اړوند هوکړه ليک په ګډون څو هوکړه ليکونه هم له افغانستان سره لاسليک کړي.
پاى \ج \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته