خبرونهروغتیا

د هلمند روغتیايي مرکزونو ته د نږدې یو میلیون ډالرو په ارزښت طبي تجهیزات وېشل شوې دي

کابل، د لېندۍ ۲۷مه، باختر

د هلمند د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي، چې د دغه ولایت روغتیايي مرکزونو ته د ۸۳۵ زره ډالرو په ارزښت طبي تجهیزات وېشل شوې دي.

د یاد ولایت د عامي روغتیا رئیس ډاکتر سید احمد سعید د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د اسیا پراختیايي بانګ او یونېسف نړیوال سازمان په مالي ملاتړ۸۳۵ زره ډالرو په ارزښت د یاد ولایت روغتیايي مرکزونو ته روغتیایي او اړوند توکي وېشل شوې دي.

سعید زیاته کړه، چې په وېشل شویو توکو کې ۶ امبولانسونه، ۷۹ موټرسایکلونه، ۲۲۴ دفتري المارۍ، په زیاته اندازه لابرتواري او نور توکي شامل دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته