خبرونهامنیتټولنه

د هرات په زندان کې بندیانو ته د انګلیسي او کمپیوټر زده کړې زمینه برابره شوېد ده

کابل، غبرګولي ۳ مه، باختر

د هرات د مرکزي زندان مسوولین وايي، چې په دغه زندان کې د بندیانو لپاره د انګلیسي ژبې او د کمپیوټر پروګرامونو په برخو کې د زده کړې زمینه برابره شوې ده.

د هرات د مرکزي زندان مدير مولوي محمد نبي خليل د باخترآژانس خبريال ته وويل چې دا مهال د هرات په زندان کې ١٤٠٠ بنديان د بند ورځې او شپې سبا کوي.

د دغه ولايت د زندان مدير وايي، چې د اوسنيو زندانيانو ٨٠ سلنه پخواني مجرمين دي چې بيا يې جرمونه کړي دي.

د دغه زندان مدیر زياتوي، چې زندان د بدلون ځاى دى او د هرات د زندان  کارکوونکي هڅه کوي، چې ټولنې ته یوځل بیا سالم کسان وروزي.

خلیل وايي، له ۱۴۰۰ بندیانو څخه ۱۵۰ یې ښځې او ۸۰ یې کم عمره دي او پاتې نور یې نارینه دي.

د زندان  مدیر محمد نبي خليل زياته کړه، چې د ښځينه بنديانو د ساتنې لپاره ١٣ ښځينه پولیسانې  په دندو ګومارل شوي او ٥٠ پخواني کارکوونکي د زندان له ادارې سره کار کوي.

د هرات د زندان  مدیر د زندانيانو د خوړو په اړه وويل، چې له بنديانو څخه  د ډوډۍ پيسې نه اخیستل  کېږي؛ خو د سرې مياشتې د دفتر له خوا بندیانو ته  په اوونۍ کې درې وخته ډوډۍ او دوه وخته غوښه  ورکول کېږي.

خليل وايي چې اوس مهال د هرات په زندان کې حرفوي زده کړې روانې دي او د زندان مديريت د روزنيزو پروګرامونو او مسلکونو لپاره پراخ پلانونه لري.

ع

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته