کابل، د چنګاښ٢٨مه، باختر
د هرات د سينماګرانو د اتحاديې رييس عزيزاحمد حيدري وايي چې د تياتر له يو شمېر هنرمندانو سره ايران ته په سفر کې افغان مهاجرينو ته د تياتر د نندارو په اجرا کولو سره د افغانستان د اسلامي امارت تر بيرغ لاندې د ژوند د واقعيت پيغام رسولى دى.
حيدري د باميانو، سمنګانو او د بلخ ولايتونو په ګډون د هېواد ٧ ولايتونو ته د آزاد تياتر د هنرمندانو د سفر خبر ورکړ او ويې ويل، چې دغه سفر٢٠ ورځې دوام وکړ او له کومې امنيتي ستونزې پرته د ولايتونو خلکو ته د تياتر نندارې وړاندې کړې.
د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رييس مولانا نعيم الحق حقاني د تياتر هنرمندان د سولې او ثبات پيغام راوړونکي وبلل او زياته يې کړه هغه هنرمند چې د هېواد اصيل فرهنګ له مخې نندارې اجرا کوي په هېڅ نظام پورې مربوط نه دي بلکي په خلکو پورې مربوط دى.
مولانا حقاني وايي چې د تياتر هنر د پاليسۍ د جوړولو لپاره د هېواد په مرکز کې کار دوام لري او د افغانستان اسلامي امارت په ټول توان سره د تياتر د هنرمندانو چې د سولي او ثبات او د يو او بل منلو او آرامۍ پيغام راوړونکي دي ملاتړ کوي.
مولانا حقاني د تياتر له ټولو هنرمندانو وغوښتل چې تر يو چتر لاندې راټول شي او په آزادانه ډول د تياتر نندارې ترسره کړي چې د خلکو پر شونډو مسکا راوړي.
\ ج