خبرونهاقتصادټولنه

د نيمروز په چخانسور کې د څه د پاسه ۲۰ميليونه افغانيو په لګښت پل جوړيږي

کابل، د لېندۍ ۱۰مه، باختر
د نیمروز ولایت په چخانسور ولسوالۍ کې د ټولګټو ریاست له لوري د ۲۰ میلیونه او ۷۰۰ زره افغانیو په لګښت د یوه پُل د جوړولو چارې پيل شوې.
یاد پل د نیمروز ولايت د مرستيال والي، الحاج مولوي عبدالقیوم “روحاني” لخوا په داسې حال کې چې د همدې ولایت د ټولګټو رئيس، مولوي جان‌محمد “بدري”، د چخانسور ولسوالۍ ولسوال، مولوي نورالدین “حمزه” او نورو ځایې مجاهدینو هم حضور درلود، د پټۍ په پريکولو سره پیل شوې.
د ياد ولایت د ټولګټو رئيس مولوي جان محمد بدري باختر آژانس ته وويل چې دا پُل ٢٠ متره اوږدوالي او ٧ نیم متره پلنوالی لري، په لوړ کیفیت سره جوړېږي چې تخنيکي چاري یی د افغان انجنيرانو په مټ مخې ته وړل کیږي.
د نوموړي په وينا د دغه پُل په بشپړیدو سره به د چخانسور ، کنګ او د فراه ولایت د جوین ولسواليو د اوسېدونکو د تګ راتک ستونزې حل شي.
د يادونې وړ ده، چې د ياد پُل د جوړولو چارې به په ۳مياشتو کې بشپړې او ګټې اخيستنې ته به وسپارل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته