خبرونهTOPټولنهښوونه او روزنه

د ننګرهار پوهنتون په کوربه توب د اقلیم بدلون درې ورځنی نړیوال کنفرانس پیل شو

کابل، د سلواغې ۲۱مه، باختر
د ننګرهار پوهنتون په کوربه توب د اقلیم بدلون درې ورځنۍ نړیوال کنفرانس د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر، د لوړو زده کړو وزارت د سرپرست شیخ ندا محمد ندیم ترڅنګ د کابینې یو شمېر وزیرانو، معینانو او د یو شمېر بهرنیو هېوادونو استازو په ګډون نن پیل شو.
د باختر اژانس د خبر له مخې؛ د کنفرانس په پیل کې د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند خلیل احمد بهسودوال وویل نړۍ د ساینس او ټکنالوژۍ په برخه کې کافي پرمختګونه کړي، چې ټوله نړۍ د یو کور حیثیت لري، خو له بده مرغه، چې غریب او وروسته پاتې هېوادونه د ګلخانه یي ګازاتو له کبله له ډېرو بدو ننګونو سره مخامخ دي.
ورته مهال د ننګرهار مرستیال والي مولوي سعید احمد بنوري، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین مولوي لطف الله خیرخواه، د لوړو زده کړو وزارت سرپرست شیخ نداء محمد ندیم، د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر، د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوي عطاءالله عمري، د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست مولوي عبداللطیف منصور او څو تنو نورو مشرانو د موضوع په اړه خبرې وکړې او ویې ویل د نړۍ ټول پرمختګونه نړۍ بدله کړې، خو له بده مرغه زموږ د هېواد په ګډون وروسته پاتې هېوادونه یې له ننګونو سره مخ کړي دي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال په خپلو خبرو کې وویل د نړۍ په کچه د اقلیم بدلون زیان له امله افغانستان ۶م ځای لري باید نړیواله ټولنه، ملګري ملتونه او شتمن هېوادونه د افغانانو حقه حقوقو باندې سترګې پټې نه کړي او له دوی سره مرستې وکړي، ترڅو د نړۍ د پرمختګ په بدل کې د افغانانو زیانونه جبران شي.
مولوي عبدالکبیر زیاته کړه اوسمهال په افغانستان کې یو میلیون وګړي د نفس تنګۍ له ناروغۍ رنځ وړي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال له ټولو هېوادوالو وغوښتل:”د اشغال پر وړاندې کلکه مبارزه وکړه، باید د اقلیم په برخه کې هم په ګډه خپله مبارزه وکړو، څو هېواد مو په راتلونکي کې له دغه افته خوندي وي”.
ویناوالو د هېواد ځنګلونو د قطع کولو مخنیوي او د ځنګلونو د بیا احياء او رغولو په اړه هر اړخیزو خبرو ترڅنګ د هېواد په کچه ۴۲۴ بندونه، چې د امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم پر اساس یې د جوړولو چارې له وړاندې پیل شوي خوښي وښوده.
په دې نړیوال کنفرانس کې څو تنو بهرنيو څېړونکو هم د اقلیم بدلون په اړه خپلې لیکل شوې مقاله ولوستلې، چې پکې راغلي وو:”دا چې افغانستان د اقلیم بدلون له کبله ډېر زیانمن شوی، نو له نړیوالو غواړو، چې افغانانو سره په دغه برخه کې اړینې مرستې وکړي”.
د یادولو ده، د کنفرانس په لومړۍ ورځ د هېواد له مرکز څخه د بېلابېلو وزیرانو او معینانو د ویناوو ترڅنګ یو شمېر استادانو, عالمانو او د قلم خاوندانو له لوري د موضوع په اړه برابرې شوې مقالې هم ګډونوالو ته وړاندې شوې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته