خبرونهښوونه او روزنه

د ننګرهار په دولسو ولسواليو کې د ۴۵ ښوونځيو ودانۍ ګټې اخيستو ته چمتو شوې

کابل/ د مرغومي ۱۸مه/ باختر
د افغانستان اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمد اشرف غني په حضور کې د کلیو پراختیا وزارت اقرا برنامې په چوکاټ کې د ننګرهار په (۱۲) ولسوالیو کې د ۴۵ ښوونځیو لپاره د جوړو شویو ودانیو اسناد لاسلیک او د ګټې اخیستنې لپاره پوهنې وزارت ته تسلیم شول. د ښوونځيو دغه ودانۍ د ۱۸۰ میلیون افغانیو په ارزښت جوړې شوي چې ورسره به په ننګرهار کې د ۳۵ زره زده کوونکو د سرپناه ستونزه حل شي. همداراز د یاد ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د ښوونځیو لپاره د ودانیو جوړولو پر ۱۱۷ پروژو کار روان دی. —

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته