خبرونهاقتصادTOPټولنه

د میدان وردګ ولایت د ترانسپورتي ترمینل نقشه جوړه او ساحه یې کروکي شوه

کابل، د مرغومې ۷مه، باختر

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست شیخ حمدالله نعماني د میدان وردکو ولایت د ترانسپورټي ترمینال او نورو پروژو په اړه د دې ولایت د کور او ښار جوړولو له رئیس مولوي عبدالقیوم سیف العمر سره خبرې وکړې.

د میدان وردګو ولایت د کور او ښار جوړولو رئیس په دغه کتنه کې  د خپلو فعالیتونو او لاسته راوړنو، د ترمینل چارو پیل او د هادي پلان اړتیا په اړه سرپرست وزیر ته راپور وړاندې کړ او غوښتنه یې وکړه، چې د یاد ولایت لپاره دې هادي پلان ورکړل شي او د ترانسپورتي ترمینل عملي چارې دې پیل شي.

په ورته وخت کې د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست په دغه کتنه کې وویل چې د میدان وردک ولایت د ترانسپورتي ترمینل نقشه، کروکي او سکېچ د وزارت د تخنیکي ټیم له لوري بشپړ شوي دي، چې ډېر ژر به یې عملي کارونه پیل شي.

نعماني زیاته کړه، چې د یاد ولایت لپاره به د هادي پلان طرحه هم ډېر ژر په نوي کال کې ترتیب کړي.

نوموړي په یاد ولایت کې د ښاري ستونزو او ننګونو ختمولو په موخه د دغه ولایت د کور او ښار جوړولو رئيس ته لازمې لارښوونې وکړې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته