۱۰۰ ورځې

د ملګرو ملتو سازمان: د رايو د پلټنې بهير به د دواړو انتخاباتي مرکزونو له شتون پرته پرمخ يوړل شي

کابل – باختر د وږي دمياشتې ٥
په افغانستان کې د ملګرو ملتو د سازمان د ځانګړي استازي مرستيال نن په يوه خبرې غونډه کې وويل چې د رايو د پلټنې بهير ددغه سازمان ترنظر لاندې دوام مومي.
دا په داسې حال کې ده چې د راى پاڼو د پلټنې بهير نن له اوو ساعتونو ځنډ سره مخامخ شو او د دواړو انتخاباتي مرکزونو د کتوونکو له ګډون پرته نن له غرمې وروسته په دوو بجو بيا پيل شو .
د باختر آژانس دخبريال دخبرله مخې: د انتخاباتو د خپلواک کميسيون مسوولينو په دغه بهيرکې د ځنډ علت د اصلاحاتو او همغږۍ انتخاباتي مرکز د تخنيکي ټيم نه ګډون بللى دى.
د اصلاحاتو او همپالنې انتخاباتي مرکز پرون خبردارى ورکړى و چې د دوى د غوښتنو د نه څيړنې په صورت کې به له دغه بهير څخه ووځي.
له بله پلوه په کابل کې د يوناما دفتر چې په دغه بهيرکې د انډول د ساتنې په مقصد د بدلون او دوام له انتخاباتي مرکز څخه هم وغوښټل چې د راى پاڼو د پلتنې له بهير څخه ووځي.
د ملګرو ملتو د سازمان د ځانګړي استازي مرستيال چې نن يې له خبريالانو سره خبرې کولې؛ وويل: ټولې مسئلې د دواړو انتخاباتي مرکزونو او د ملګرو ملتو د سازمان په ګډو خبروکې له جزيياتو سره يې وڅيړل شوې او دواړو مرکزونو ژمنه وکړه چې د راى پاڼو د پلټنې او څيړنې د بهير نتيجې مني.
ده وويل: له دې سره سره موږ به هلې ځلې وکړو چې په راتلوونکو ورځوکې د انتخاباتي مرکزونو ټولې غوښتنې وڅيړو.
د ملګرو ملتو د ځانګړي استازي مرستيال ټينګار وکړ چې د ملګرو ملتو د سازمان رول د افغانستان له خلکو سره مرسته او د انتخاباتو د بهير باور دى او بايد دغه بهير ونه ځنډول شي.
ده زياته کړه: ددغه بهير په اوږديدو سره افغانستان له امنيتي، اقتصادي او حکومتوالي له ستونزو سره مخامخ دى او د دغو ستونزو د حل يواځنۍ لاره ديو مشروع حکومت جوړول دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته