سیاست

د ملي شورا د مشرانوجرګي داداري هيئت اعلاميه

دکابل ، مزارشريف او کند هار ښارو نوکې د حسينې عاشورا د ماتم په مراسموکې په پرونيو ترورستي ځنځيرى بريدو نوکې دسر ددرا نده زيا ن له ا مله د ملي شورا د مشرانوجرګي داداري هيئت اعلاميه :

بسم الله الرحمن الرحيم

د افغا نستان د اسلا مي جمهوريت د ملي شورا د مشرا نو جرګه دکابل، مزارشريف او کند هار په ښارونو کې ، د حسيني عاشورا د ماتم په مراسمو کې په پرونيو ترورستي ځنځيري بريدونو کې ددرا نده انسا ني زيان له ا مله سخت غمګين او خواشينۍ شول او دغه بشري او انسا ني ضد نا وړه عمل په کلکه غندي

له دغه نا وړه دردونکى او له نا تار ډک عمل څخه څرګنده ده چې ترورستان او ددين او هيواد دښمنان د پرديو ديني ضد کړو وړو اود  هغوى د بهرنيو بد نا مو بادارا نو په الهام سره په هيواد کې په دغه شان بشري ضد عمل لاس پورې کړى دى او که نه په افغا نستان کې هيڅکله په جو ماتو نو ، تکيه خا نو ، زيارتو نو او نورو مقدسه اما کنوکې وحشيا نه تروريستي بريدونه په دغه شان بڼى سره چې د خلکو عقيدو او باورته سپکا وي شي ، نه دى شوى او  دا په اصطلاح اسلامي ضد نا وړه دود او فرهنګ په هغو سيمو کې شتون درلود چې له نړيوالو څخه يې خو نړۍ نتيجې پټى  نه دى او اوس هم هما غه لاره او رواج دى چې وحشى ترورستان په شرموونکو اودرواغجنو ادعاګانو سره غوا ړي دغه کړنلاره د افغا نستان په شان نورو هيوادونو ته صادره کړې او خپلي ساديستې تنده ما ته کړى چې له دې لارې زموږ ديو موټي او مسلمان ملت ترمنځ نوى اور بل کړې چې له نيکه مرغه ددغه هيواد هروګړي دانسا ني پو هه ، هو ښياري او عقل لري چې وپو هيږي چې د پرديو دغو دښمنا نه دسيسو او تو طئو ته څه ډول د ،ردځواب ور کړې  او خپل يو والى او ملي وفاق وسا تې

 د ملي شورا د مشرا نو جرګه د هيواد له کشفي ځوا کو نو څخه غواړي چې له ترلاسه شويو شوا هدو اومدارکو څخه په استفادي سره په دې برخه کې دقيقي او تخنيکي څيړنې و کړې او ددغو نا وړو عملونو د يزيد صفته عا ملين معلوم کړې او نړيوالو ته يې وروپيژنې چې دد غو دسيسو ترشا کوم نا ولى لاسو نه شته چې غوا ړي له خپلو درواغجنو شعارونو سره سره ، تل دانسا نيت اواسلاميت پرخلاف راپاڅيدلى دي او هغه هم په دغه شان نا وړه او بد چلند سره چې ځوانان ،ماشو مان او ښځې ددعا او عبادت په حال کې په ډيرې بي رحمي په وينو او خاورو لړې او لت پت کوي

د ملي شورا د مشرا نو جرګه ددغو زړه بوږ نوونکو  پيښو دټولو مظلومو شهيدا نو پاک روح ته ددعا د کولو په ترڅ کې د لوى خداى (ج) له دربار څخه ټپيا نو ته دسملاسي رو غتيا اودشهيدا نو کورنيو او خپلوا نو ته د جميل صبر هيله کوي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته